زما ګرانو وطنوالو،
تر دې زیاته خوښي په دې شېبه کې لږه وینم چې یوځل بیا له تاسې سره مخامخ په مختلفو مسایلو او مواردو د خبرو امکان پیدا شو. یو مهم بحث چې په دې وروستیو میاشتو کې راپیل شوی او په معلومو دلیلونو ځنډېدلی و، د افغانستان د تاریخ په اړه د پودکاست پرله پسې لړۍ وه. موږ په دغو بحثونو کې تر دویم انګلیس – افغان جنګ وړاندې حالاتو ارزونې ته رسېدلي وو چې څنګه یې انګرېزانو ته په نژدې ۴۰ کلو کې د دویم یرغل پلمه په لاس ورکړه. نن ځان نېکمرغه بولم چې هغه لړۍ، له هماغه ځایه چې درېدلې وه، بیا پیلوو.
در زمره شرایط و عواملی که راه را برای حمله دوم انگلیس بر افغانستان در اواخر سالهای هفتاد قرن نزده هموار کرد، باید حکمیت انگلیس در تقسیم وادی سیستان با فارس را که امیر افغانستان شیرعلی خان را سخت آزرده ساخت، به طور خاص مورد توجه قرار داد.
انگلیسانو د قاجاری فارس ادعاوو ته په پام سره چې سیستان یې د صفوي امپراتورۍ برخه او ځکه خپل حق باله، د هلمند سیند او تالابونو منځ کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د پولې په تېرولو، افغانستان اړ کړ چې په لوېدیځ کې شاته ولاړ شي او د سیستان یوه مهمه او په حقیقت کې ښېرازه برخه فارس ته پرېږدي.
در نتیجه این تغییرات، بعلاوه از درست رفتن خاک در وادی سیستان، ترکیب جمعیتی افغانستان نیز تغییر کرد و یک بخش قابل ملاحظه شهروندان بلوچ آن در ترکیب کشور دیگری درآمد. شواهد نشان می دهند که اگر موضوع سیستان در اوایل سالهای هفتاد قرن نزده به نحو دیگری فیصله می شد، شاید تهاجم دوم انگلیس بر افغانستان که به بهانه نزدیک شدن امیر به روسیه صورت گرفت، واقع نه می شد.
د ژوند لارې پودکاست په دې ګڼه کې د دویمې انګرېز – افغان جګړې د عواملو او انګېزو د څېړنې په لړ کې د سیستان پر ویش غږېږو او ګورو چې څنګه انګرېزانو په دغه لانجه کې فارس ته په ترجیح ورکولو، افغانان خوابدي او اړ کړل چې د مرستې له پاره روسانو ته مخ واړوي.
ددې پوښتنو او ځوابونو بشپړ متن له لاندې لینکو څخه ترلاسه کولی شئ:
https://mohammadashrafghani.com/ps/47th-podcast/
https://mohammadashrafghani.com/fa/47th-podcast/
https://mohammadashrafghani.com/47th-podcast